انصار: (د لیندی ۱۸ مه) د امریکا د خزانې وزارت پرون د ۲ طالب چارواکو په ګډون د یو شمېر هېوادونو چارواکي د بشري حقونو د نقض په تور د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.
په دې ډله کې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ځپونکو اقداماتو، له هغې ډلې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو په بندولو کې ښکېل بلل شوی هم شامل دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفي چې د خزانې وزارت د چارواکو په وینا په قتلونو، اختطافونو او وهلو ټکولو کې لاس لري هم په دې فهرست کې شته.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پرخپله اېکس پاڼه دا بندیزونه وغندل او ویې لیکل، د امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر شېخ محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر شېخ فریدالدین محمود لګول شوي بندیزونه او د فشار راوړل د حل لاره نه ده.
مجاهد زیاتوي چې امریکا د دې ډول اقداماتو ناکامه سابقه لري نو باید د ده په وینا پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار نه کړي.
د طالبانو یاد شوي دواړه چارواکي د دوی د لوی مشر ملا هبت الله د ځانګړې افراطي ډلې مهم کسان ګڼل کیږي.
تر دې مخکې د خالد حنفي تر څنګ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم هم د بندیزونو په مختلفو لېستونو کې شامل شوی.
دا طالب چارواکي داسې مهال د امریکا د بندیزونو په لېست کې شاملیږي چې د طالبانو منتقدان تر دې پر طالب چارواکو د لا بندیزونو زیاتیدل غواړي، خو د طالبانو پلویان دا بندیزونه حل لاره نه بولي او وایي دوی سره دې نړیوال تعامل وکړي او له افراطي کړنو دې لاس اخیستو ته وهڅوي.
پرون د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا وکړه چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا دریځ او لهجه بدله شوې او دوی ته یې یو لېست سپارلی چې د ټول شموله حکومت په نوم دې طالبانو سره په واک کې شریک کړل شي.
د هغه په وینا، امریکا دا خبرداری هم ورکړی چې که طالبان ورسره په دې اړه د قطر د معاهدې ژمنې عملي نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې پیل کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا انکاري شو چې دوی چا سره د ټول شموله حکومت وعده نه ده کړې او امریکا هم په دې تړاو کوم لېست نه دی ورسپارلی. مجاهد په ورته وخت کې له حکمتیار څخه وغوښتل چې د ده په وینا، بې اسناده او بې مسوولیته خبرې ونه کړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28899